په جاپان کې د امریکا نظامي هډي او د امریکايي عساکرو جنایات
احمد جاويد شکیب احمد جاويد شکیب

 
جاپان، کیوتو د دوشیشا پوهنتون 


 

 

 

د دویمې نړیوالي جګړې په پای په ۱۹۴۵م  کال کې کې د جاپان  په دوو لويو ښارونو هر یو ایروشیما او ناګاساکي باندې د امریکا متحده ایالاتو  اتم بم استعمال کړ، چې په ایروشیما کې تقریباً له ۹۰۰۰۰ څخه تر ۱۶۶۰۰۰ او په ناګاساکي کې له ۶۰۰۰۰ نه تر ۸۰۰۰۰  کسان ووژل شول.  

 

له دې حملې نه وروسته د جاپان امپراتور امریکا ته  تسلیم شو او د امریکا متحده ایالاتو غوښتنی یی ومنلې.   د جاپان خاوره له ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۵۲ د امریکا او متحدینو  تر مستقیم اشغال لاندې پاتي شوه. 

 

له ۱۹۵۲ نه وروسته جاپان  بیرته خپله آزادي تر لاسه کړه،  لیکن امریکا متحده ایالاتو د جاپان سره د (Treaty of Mutual Cooperation and Security between the United States and Japan) د جاپان او متحده ايالتو ترمنځ دوه اړخیزې د امنیتي او همکاری تړون ترلاسه کړ چې دغه تړون ته جاپانیان  日本国とアメリカ合衆国との間の相互協力及び安全保障条約 وايي.   د دغه امنیتي تړون په اساس امریکا ته واک ورکړل شو تر څو د جاپان په خاوره کې پوځي هډه  ولري او بل دا که چیرته کوم امریکايي عسکر د جاپان په خاوره کې کوم جرم کوي نو هغه باید قضايی مصئونیت  لري.

 

دا  چې په ټول جاپان کې د امریکا نظامي مرکزونو په اړه  معلومات په یوه مقاله کې نشي بشپړ کیدای . نو زه دلته غواړم چې یواځی د اوکینا وا   Okinawa امریکايي هډی په هکله د امریکایی عسکرو د جنایاتو یوه یادونه وکړم.  

 

اوکیناوا یوه جزیره ده چې د جاپان هېواد په جنوب لویدیځ کې موقعیت لري او  په جاپاني ژبې کې  ورته 沖縄本島 وايي. دغه جزیره 1,201.03 کیلو متر مربع مساحت لري. او اکثره اوسیدونکي یې له جاپانیانو نه توپیر لري ځکه دغه خلک تقريباً درې زره کاله مخکې له چين نه دې جزیري  ته راغلي دي.    له ۱۹۵۲ کال نه تر اوسه په دغه جزیره کې د امریکا د متحده ايالاتو یوه نظامي هډه هم موقعیت لري. 

د اوکیناوا خلک له ۱۹۵۲ کال څخه تر اوس پورې د امریکایی نظامی هډي او امریکايي عسکرو د جرمونو له لاسه دومره په تنګ دی چې هميشه مظاهري کوي لیکن د جاپان مرکزي دولت او امریکا د دوي غوښتنو ته کومه خاصه پاملرنه نه کوي. 

 

که څه هم د جاپان صدراعظم یوکیو  هاتویاما Yukio Hatoyama  د اوکیناوا له خلکو سره ژمنه وکړه چې دی به د امریکا نظامي هډه د دوي له منطقی نه وباسي لیکن بریالی نشو او بلاخره یی په ۲۰۱۰ کال کې يې له خپلې دندې استعفا ورکړه. 

 

امریکايي سرتیري په دغه جزیره کې په مختلفو جرمونو کې ښکیل ګڼل کيږي خو تر ټول مهم یې په جاپاني ښځو باندې ډلیز جنسي تیري،  د مخدره موادو استعمال او په ترافیکي پیښيو کې خلکو ته تاوان اړول دي. 

 

قضايي مصئونیت امریکايي سرتیري نور هم سپین سترګي کړي دي. له ۱۹۵۲ کال څخه  تر ۲۰۰۴ کال پوري تقريباً  200,000 تصادمونه او نورو جرمونو کې امریکايي سرتیري ښکیل ګڼل شوي دي. چې تر 1000ډیر ملکي جاپانيان پکې وژل شوي دي. 

 

همدا شان ډیر امریکايي سرتیري په جاپاني ښځو باندې په جنسي تیري کې هم ښکیل دي.  د میرمن  سوزویو تاکازاتا  Suzuyo Takazata  چې د جنسي تیري ۳۰۰ قضيې یی ثبت کړي دي وایی   امریکايي سرتیري ډیسکو او یا د سمندر ساحل ته ځي د مکتب نجونو او یا نور انجونو  ته ځانونه رسوي د پیسو په ځاي صرف خوږه ژبه استعمالوي که چیرته هغه کار ونه کړي نو بیا په زور په هغوي باندې جنسي تیري کوي چې ډیرې قضیې د رسنیو نه لري ساتل کیږي. 

 

په ۱۹۹۵ کال کې امریکايي عسکرو یوه ۱۲ کلنه د مکتب زده کوونکې تښتولي لاسونه او پښې یې تړلی او په ډله اییز شکل یی پرې جنسي تیری کړی. او بیا په ۲۰۰۸ کال کې یوه ۱۴ کلنې جاپاني انجلي باندې هم په ډله اییز شکل جنسي تیری شوی وو، چې دغو قضېیو مطبوعاتو ته لاره پیدا کړه او د جاپان او امریکا ترمنځ اړیکې یې ترینګړي کړې. 

 

په جاپان کې د اوساکا د ښاروال هاشيموتو Hashimoto  په وینا امریکايي سرتیري په 26,000 جنسي ځورونو باندې تورن دي. نوموړي ویلی وو د دې لپاره چې په اوکیناوا کې د امریکايي عساکرو له خوا  د جنسي تیري کچه راټیټه کړای شي کیدای شي چې د پيسو په بدل کې امریکايي سرتیري له ځوانو  جاپاني ښځو نه استفاده وکړي. 

 

د اوکیناوا خلک د امریکي د نظامي وسايطو له شور او غالمغال نه هم په تنګ دي او دوي شکایت کوي چې موږ د شپي خوب نشو کولی ځکه د امریکا هډه د ښار په منځ کې واقع ده چې شاوخوا يي کورونه پراته دي. 

 

ماساو ارومې Masao Arume د اوکیناوا ۷۱ کلن اوسیدونکی د امریکا د نظامي هډي په خلاف د مظاهرې ترتیبوي او شکايت کوي چې امريکايي سرتيرو د ده د خپلوانو ځمکې غصب کړي دي او همدا شان، دوي په اوکیناوا کې په ډول ډول جرمونونه کې ښکیل دي.  نوموړی وايي کله چې دی  د دغه مسايلو شکایت د جاپان مرکزي حکومت ته کوي نو هغوي وايي چې امریکايي سرتیري ستاسو امینت ساتي نو ځکه ستاسو شکایت د قبول وړ نه دی. 

 

دا په داسی حال کې ده کله چې په ۲۰۱۲ کال کې د سینکاکو Senkaku  جزيري  په سر باندې د جاپان او چین ترمنځ اختلاف پیدا شو نو امریکا اعلان وکړ چې د دوي  هېواد به په دغه مسئله کې بی طرفه پاتي کیږي. 

 

د اوکیناوا ځینی اوسیدونکي بیا وایی چې امریکايي سرتیري له همدغه ځایه په ویتام او عراق کې حملې کولی او بی ګناه خلک یې وژل.   موږ د خلکو د وژلو مخالف یو نو ځکه نه غواړو چې زموږ خاوره د خلکو د وژلو لپاره وکارول شي.

 

 د اکاري Akri په نامه د پوهنتون یوې محصلي ما ته وويل چې د اوکیناوا خلک د عراق او منځني ختیځ له خلکو سره د زړه له کومي همدردي لري او پوهیږي چې دوي تروریستان نه دی بلکه تروریستان په دوي مسلط شوي دي.  

 

له ۱۹۴۵ کال وروسته امریکايي پوځي مرکزونو ته په زرهاوو د عیسویت د تبلیغ مبلیغین له امریکا څخه جاپان ته راغلل او په لویو ښارونو کې یې ډیري کلیساوي جوړې کړې. د دوشیشا پوهنتون د ګلوبل سټډیز د پوهنځي د رييس ښاغلي ماسانوري نايټو په وینا چې امریکایانو هڅه دا وه چې په زوراو جبر د  د جاپان په خلکو باندې د عیسويت دين ومني تر یوې اندزي پوري په خپل دې هدف کې  بریالي هم شول اوپه جاپان کې یې ډیر خلک عیسویان کړل.

 

 که څه هم په جاپان کې د عیسویت دين ته دعوت جرم نه دي لیکن په زور او جبر په  خلکو باندې د مذهب قبولول  جرم  ګڼل کیږي. نو د امریکایانو  دغه عمل هم کیدای شی چې یو جرم طلقي شی. 

 

ګرانو لوستونکو دغه هغه معلومات ما  په جاپان کې د یوه تحقیق په نتیجه کې برابر کړل. او د دغه معلوماتو له برابرولو نه مي هدف دا دي چې د  امریکا  نظامي هډو ټولنیز زیانونه له تاسو سره شریک کړم تر څو زموږ مشران په افغانستان کې د امریکا د نظامي شتون په هکله صحیح  فیصله وکړي.  

 

د دې خبري هیڅ تضمین وجود نه لري چې امریکايي سرتیري  چې کوم جرايم په جاپان کې تر سره کوي نو په افغانستان کې به یې نه تر سره کوي.  حال دا چې ډیر داسی مسایل وجود لري چې په افغانستان کې جرم ګڼل کیږي او  د امریکا او جاپان  له نظره بلکل جرم ندي  فلهذا زماپه نظر د امریکا د پوځي هډو شتون به په افغانستان کې د افغانستان د راتلونکي  لپاره یو غټ مصیبت  وي. 

 






November 21st, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی